ویل کېږي کله چې په پاکستان سیمه ییز او نړیوال فشارونه زیات شي، بیا تېرایستونکې لوبه پیلوي، تر څو نړیوالو ته ځان د افغانانو دوست او خوا خوږی معرفي کړي.
تازه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لر لید دا ده، چې سیمه د یو سوله ییز او با ثباته افغانستان په واسطه له منځنۍ اسیا او اروپایي اتحادې سره وصل شي.
باید یاده شي، چې د پاکستان په هکله باورونه دا دي، چې په خوله یو څه؛ خو په عمل کې بل څه تعقیبوي او د نړیوالو او سیمه ییزو فشارونو پر وخت ځان افغانستان کې د سولې ملاتړی ښیي.