ایران: افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره خپل ټول توان کاروو

ایران: افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره خپل ټول توان کاروو


  • 2 کاله دمخه (19/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 830

سمسور نیوز (۲۷تله۱۴۰۱) د ایران حکومت وایي، چې تهران به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل ټول توان وکاروي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره کتلي او د افغانستان پر وروستي وضعیت یې خبرې کړې دي.   

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو د سیمې د امنیت په اړه د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. 

ایراني لوري په دې کتنه کې ویلي، چې تهران به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې کوربه وي، څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د حل‌ لارې چارې ولټوي.