مصر؛ د حماس او اسرائیلو تر منځ د اسېرانو د تبادلې هڅه کوو

مصر؛ د حماس او اسرائیلو تر منځ د اسېرانو د تبادلې هڅه کوو


  • 4 مياشتي دمخه (25/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 135

مصر په سیمه کې د وروستیو کړکيچونو او اسرائیلو ته د ایران د ځوابي برید په اړه ویلي، چې د روان کړکېچ مخه دې ونېول شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي له خپل ایراني سیال سره په ټېلفوني اړیکه کې ویلي، چې هېواد یې د اسرائیلو او حماس غورځنګ تر منځ د اسېرانو د تبادلې کوښښ کوي.

نوموړي هیله ښودلې تر څو د حماس او اسرائیلو تر منځ د منځګړو هېوادونو هڅې پایله ورکړي او د لا زیاتو جګړو مخه ونېول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا لا هم پر اسرائیل فشار راوړي ترڅو روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي، له بلې خوا امریکا له قطر او مصر هم غوښتي تر څو پر حماس غورځنګ دې فشار راوړي.