اوکادا: د جي ۷ هېوادونو په ناسته کې له اسلامي امارت سره د تعامل غږ اوچتوو

اوکادا: د جي ۷ هېوادونو په ناسته کې له اسلامي امارت سره د تعامل غږ اوچتوو


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 523

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د رییس الوزرا له مولوي عبدالسلام حنفي سره په ناسته کې ویلي چې هېواد به د جي اوه هېوادونو په ناسته کې له افغانستان سره د تعامل او همکاریو په اړه غږ پورته کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې اسلامي امارت د مۍ تر میاشتې وړاندې په قطر کې د جي ۲۰ هېوادونو له ناستې وړاندې د هغو مسائلو د حل په برخه کې پرمختګ وکړي چې نړۍ واله ټولنه یې غواړي.

په همدې حال کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت پر خبرو اترو باور لري او د ټولو مسائلو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې ګڼي.

نوموړي دغه راز ویلي، جاپان او نورو هېوادونه باید د کوکنارو د کښت د مخنیوي له امله له کروندګرو سره د بدیل معشیت په برخه کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په جاپان کې د جي ۷ هېوادونو ناسته روانه ده، چې تېره ورځ د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه هم خبرې کړې وې.