د اسلامي همکاریو سازمان «او ایسي» د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د روان تاوتریخوالي په ختمېدو یې ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان عمومي سکرتریت په یوه اعلامیه کې له ټولو افغان لوریو غوښتي، څو تاوتریخوالی پای ته ورسوي، دایمي اوربند پلی او د مذاکراتو پروسه چټکه کړي.
اعلامیه کې راغلي، چې ټول جهتونه دې د افغانستان د خلکو د ښېګڼې لپاره روغې جوړې او دوامداره سولې ته د رسېدو په هدف په ګډه کوټلي ګامونه واخلي.
یاد سازمان همداشان د افغان سولې پروسه کې همکاریو ته لیوالتیا او چمتووالی هم ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د یوې جامع پروسې ملاتړ ته ژمن دی.
د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د جګړې د درېدو او د مذاکراتو د دوام غوښتنه داسې مهال مطرح کړې چې دغه هېواد کې وروستۍ جګړې تر بل هر وخت پې سارې کچې ته رسېدلې دي.