- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سمیع الله ارین
- 1192
ابوذر یو ۱۳ کلن افغان ماشوم دی، د ده مور وفات شوې، پلار یې بل واده کړی دی، په افغاني ټولنه کې یوه متل دی وایي «چې مور میره شي، پلار پلندر شي» د ابوذر مور هم نه شته او د میرې تر لاس لاندې یې تنکی ماشومتوب تېر کړی دی، پلار یې هم د پلندر په شان ورسره چلند کړی دی، ان نوم یې هم یو ښکلی افغاني نوم نه دی پرېایښی. خپل زوی یې د مدرسې په نوم د لېوانو په پنجو ته سپارلی دی.
د پلار له نیته یې له خدای(ج) پرته څوک خبر نه دي، ممکن هغه غوښتي وي زوی یې په مدرسه کې تعلیم وکړي او په راتلونکي کې ځان، کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي. خو ابوذر بېچاره چې د کورنۍ له تودې غېږې د مدرسې په نوم د ټرویسټانو روزنیز مرکز ته ورغی، د مدرسې مشرانو هم چې د ده حال ولید او پوه شول چې نه مور لري نه یې پلار چندان پوښتنه کوي، نو هغه یې په نښه کړ. د دې پر ځای چې دیني زدهکړې ورکړي، انتحاري زدهکړې یې ورکړې، په ذهني لحاظ یې د خلکو وژلو ته چمتو کړ، ابوذر ته یې وویل چې په افغانستان کې ټول کافران دي چې هرڅومره زیات مړه کړې ته به غازي شې او بېپوښتنې به جنت ته ولاړ شې دوه اویا حورې به دې نصیب شي.
ابوذر هم له پاکستانه د افغانانو د وژلو په نیت را وخوځېد، ننګرهار ته راغی، دلته یې ولیدل چې ټول افغانان مسلمان دي، د ملي اردو سرتېري ټول لمونځ په جماعت کوي، ابوذر بیا هم په خپل کوچني ذهن له خپله عقله کار واخیست، دلته په افغانستان کې مختلفو جوماتونو ته ولاړ، لمونځونه یې په جماعت ادا کړل، ویې لیدل چې نه یوازې عادي افغانان بلکې افغان چارواکي او امنیتي سرتېري په جماعت لمونځ کوي، ابوذر ویني چې سرتېري په سختو شرایطو کې یو لمونځ هم نه قضا کوي. هلته پوه شو چې د کعبې پر ځای ترکستان ته روان دی، نه یې دین شو نه دنیا. پر خپله اشتباه پوه شو، په سیمه کې خیر غوښتونکيو کسانو ته یې خپله کیسه وکړه او افغان امنیتي ارګانونو ته یې ځان وسپاره.
ماشوم ابوذر رسنیو ته وویل، ما ته په پاکستان کې ویل چې ټول افغانان کافران دي د هغوی وژل ثواب لري، ولاړ شه د هغوی په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه، ما هم ویل چې تر دې ژوند خو مرګ ښه دی، ورسره ومې ومنله، خو ما چې ولیدل دلته ټول مسلمانان و پنځه وخت لمنځونه یې کول نو ځان مې تسلیم کړ.
د ابوذر په څېر په سلګونو مسلمان ماشومان همداسې د القاعده، طالبانو او نورو افغان ضد ټروریسټي ډلو له خوا غولول کېږي. دا یو ابوذر نه دی. همداسې ډېرو ماشومانو مفت هم ځانونه او هم نور انسانان ووژل. په یاد مو دي چې د پخواني ولسمشر په وخت کې همداسې څو تنه ځانمرګي ماشومان یا نیول شوي یا پخپله تسلیم شوي وو، ولسمشر له هغو ی سره ولیدل او بېرته یې خپلو کورنیو ته وسپارل، چا چې د زدهکړو هیله لره افغان دولت هغوی ته د زدهکړو زمینه برابره کړه.
طالبان او نورې ټروریسټي ډلې په زیاترو سیمو کې ان ماشومان اختطاف کوي، بیا یې روزي او ځانمرګي ترې جوړوي. که نه کوم سلیم عقل به دا ومني چې خپل شیرین ژوند د بل لپاره قربان کړي، هغه هم داسې چې هم به پخپله وژل کېږي، هم به نور بېګناه مسلمانان وژني او د دین او دنیا شرمنده به کېږي.
طالبان او نورې ټروریسټي ډلې د جګړې لپاره دومره کسان نه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو پر خلاف یې وجنګوي، اوس خلک د دوی ملاتړ نه کوي چې د تنظیمونو د وخت په څېر خپل اولادونه هغوی ته وسپاري او هغوی یې بیا له نورو سره وجنګوي، نو دوی لنډه او اسانه لاره پیدا کړې ده، بس همدا بېموره او غریب ماشومان د ځانمرګيو بریدونو لپاره روزي او بیا هم د هغوی او هم د نورو کورونه پرې تباه کوي.
سرخط ورځپاڼه