هلمند کې د ملکي وګړو تلفات تایید شول

هلمند کې د ملکي وګړو تلفات تایید شول


  • 4 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1090

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوي د موندنو له مخې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بشران سیمه کې پر یو کور د هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دغه پیښه کې د ملکي تلفاتو له تایید سره هم مهال وايي چې جګړه د حل لاره نه ده او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید د افغانانو غوښتنې ته چې اوربند دی ریښتینی او مثبت ځواب ورکړي.

د یاد کمیسیون په وینا د ملکي وګړو ژوند ته باید د جګړې دواړه خواوې پام وکړي او هغوي ته زیان رسول د منلو نه دي او د وروستۍ پیښې قربانیانو ته یې د عدالت غوښټنه کړې ده.

ملي دفاع وزارت هم ویلي چې په وروستي برید کې د ملکي تلفاتو پیښه څیړي.