ننګرهار ولایت کې د واده د ورا یو موټر چپه شوی او نهو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې وایي، چې په وژلو شویو کسانو کې اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
پېښه تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ ګردي غوث سیمه کې رامنځته شوې ده.
د موټر د چپه کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
په ننګرهار کې او په تېره د کابل جلال اباد پر لویه لار وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطي له امله ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي.