چین په افغانستان کې د روانې ګډوډۍ پړه پر امریکا ور اچولې

چین په افغانستان کې د روانې ګډوډۍ پړه پر امریکا ور اچولې


  • 3 کاله دمخه (30/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1417

د چین شین هوا خبري آژانس د راپور له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یې، ویلي، چې د افغانستان جګړې یو هدف درلود او هغه د ترورېستي قوتونو لمنځه وړل و، چې هغه نه دی ترلاسه کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون له خپل امریکایي سیال انټوني بلېنکن، سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې د امریکا او ناټو ځواکونو په بېړه وتل ښایي د دې سبب شي چې دغه هېواد ته ترورېستي سازمانونه بېرته ستانه شي.  

وانګ‌یې ویلي، که واشنګټن غواړي چې د چین او امریکا مناسبات له نوي سره پیل شي، باید پر چین له تهمت لګولو او د چین حاکمیت، امنیت او پراختیایي ګټو له کمزوري کولو څخه دې لاس واخلي.