سمسور(دوشنبه د لېندۍ ۲۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره تلیفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې ددې خبرو په اجنډا کې افغانستان هم شامل وو. دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي دي او د بشري مرستو پر رسولو ټینګار شوی دی.
په یاد ټیلیفونې مکالمه کې قطري لوري ویلي، چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې په دغه هېواد کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي. دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
که څه هم دا لانه ده مالومه، چې قطر به افغانستان سره څه ډول مرسته وکړي؛ خو یاد هېواد له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دی.
سمسورپریس