امریکا پر ایران یو بل ګذار وکړ

امریکا پر ایران یو بل ګذار وکړ


  • 3 کاله دمخه (26/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1243

دنیابتي جګړو پر دوام امریکایي ځواکونو په سوریه کې ایران پلوه ملېشه ځواکونه په نښه کړي دي.

امریکایي ځواکونو دجوبایډن په امر په سوریه کې پرهغو ملېشه ځواک چې دایران له لوري یې ملاتړ کېږي بمباري کړې ده.

امریکا دا کار د عراق په اربیل ښار کې د دوی پر هډه د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړی، چې تر اوسه دیادې بمبارۍ له امله د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

امریکا په داسې حال په سوریه کې ایران پلوه ملېشه ځواک په نښه کوي، چې طمعه وه امریکا به له ایران سره داټومي تړون پرسر یو ځل بیا خبرې پیل کړي، هغه تړون چې دترمپ اداره ترې په یو طرفه توګه وتلې وه.