سمسور نیوز (۲۴کب۱۴۰۱) د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د یوه «تونس پیکپ لارۍ» د چپه کېدو له امله د سرو زرو د کان ۱۷ کان کېندوونکي مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د چاهآب ولسوال ملا زمان الدين وايي، مړه شوي او ټپيان ټول د نورابه یي د سرو زرو د کان کېندوونکي دي.
نوموړي زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د کان کېندوونکو د سپرلۍ موټر له چاه آب ولسوالۍ څخه د کان پر لور روان و، چې د انجير په سيمه کې له سړک واوښت.
پېښه کې د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.