سمسور (۱غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي ویلي، چې نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه په پراخ نظرۍ بلکې معتدله شرعي لار په کار ده.
هغه نن د ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مراسمو کې زیاته کړې ده چې که د افغانستان اوسنی نظام ښویېږې د څلوېښتو کلونو قربانیان به د دوی ګرېوان ته لاس وراچوي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې ده چې حکومت پر زړونو مهم دی نه پر سرونو.
ستانکزي همداراز ویلي، چې ښځې د افغانستان د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او هغوی حق لري چې زده کړې وکړي.