بلخ کې یو ځوان د ټرافیکي پېښې له امله خپل ژوند بایللی

بلخ کې یو ځوان د ټرافیکي پېښې له امله خپل ژوند بایللی


  • 1 کال دمخه (09/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 484

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د نویدالله په نوم یو ځوان سراچې موټر وهلی او مړ شوی دی.

ځایي امنیتي مسؤلین وایي، چې دا پېښه نن د شولګرې ولسوالۍ په «سرب آسیاب» سیمه کې شوې ده. 

د سرچینې معلوماتو له مخې، موټر چلونکی امنیتي مسوولینو نیولی او پلټنې ترې پیل شوې دي.  

په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې تر ډېره یې لامل یې د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.