جاپان د اوسني حکومت پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې

جاپان د اوسني حکومت پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې


  • 5 مياشتي دمخه (29/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 171

د جاپان  ساسکوا بنسټ مشر د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د اوسني حکومت پلاوي ته بلنه ورکړې، چې جاپان ته ورشي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پرخپلې ایکس پاڼې لېکلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د نړۍ او سرپرست حکومت په هر اړخيزو اړیکو ټېنګار کړی او دغه راز یې د دوحې پر درېیمه ناسته هم خبرې کړې دي.

په ورته مهال امیر خان متقي جاپان ته د اسلامي امارت د پلاوي لېږلو بلنه منلې ده.

دا لا نه ده معلومه چې دغه پلاوی د څه لپاره غوښتل شوی دی.

د یادونې ده چې د ساسکوا بنسټ مشر تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو یې خبرې کړې وې.