د بشري حقونو کمېسیون: له طالبانو یې په وار وار غوښتي، چې د سړک غاړې ماینونه ونه‌کاروي.

د بشري حقونو کمېسیون: له طالبانو یې په وار وار غوښتي، چې د سړک غاړې ماینونه ونه‌کاروي.


  • 3 کاله دمخه (21/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1616

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په روانو جګړو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله او زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دوی وژنه باید سمدستي پای ته ورسېږي.

یاد کمېسیون تېره ورځ پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، له طالبانو یې په وار وار غوښتي دي، چې د سړک غاړې ماینونو کارول بند کړي څو ملکي وګړو ته تر دې زیات زیان وانه‌ وړي.

سرچینه کې راځي، ۱۰ ماشومان او درې ښځې تېره ورځ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یو ښخ شوي ماین ور برابر شو، چې لږ تر لږه یې پنځه نور کسان هم ژوبل کړه.

دغه‌سازمان زیاتوي، چې د چهارشنبې په‌ورځ د غور ولایت‌په مرکز‌ فېروزکوه ښار کې درې ملکي وګړي هغه‌وخت په ډزو ووژل شول،‌ چې د غور له‌لعل و سرجنګل‌ولسوالۍ څخه د هرات‌پر لور روان‌وو.

بل لورته د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو بشري بنسټونو هم د افغانستان پر روانو حالاتو او په تېره بیا د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګندوي او په دغه هېواد کې د جګړې له ښکېل خواوو غواړي، چې د ملکي وګړو ژوند او خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا مهال د افغانستان په شاوخوا لس ولایتونو کې جګړه روانه ده، چې  د جګړې د دخیل لوري سربېره یې ملیکانو ته هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي.