په سوریه کې د يوې کليسا دنننه په ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د سوریې د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د يکشنبې په ماښام (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د داعش ډلې يو ځانمرګي بريدګر د دمشق ښار په مار الياس کليسا کې لومړی پر خلکو ډزې وکړې او وروسته يې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.
د سوریې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۶۳ نور کسان ټپيان شوي دي.
په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر اتمې له سیاسي بدلونونو او واک ته د احمد شرع تر رسېدو وروسته، دا په مذهبي ځايونو کې د ځانمرګي برید لومړۍ پېښه بلل کېږي.
بل لورته د داعش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.