یونیسف افغانستان کې د مرستو لپاره د دوه میلیارد ډالرو د مرستې غږ وکړ

یونیسف افغانستان کې د مرستو لپاره د دوه میلیارد ډالرو د مرستې غږ وکړ


  • 3 کاله دمخه (08/12/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1030

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف وایي، افغانستان کې د بشري وضعیت په خرابېدو سره د دغه هېواد روغتیا او تغذیې برخه له جدي ننګونو سره مخ ده.

یادې ادارې د افغان ماشومانو او د هغوی د کورنۍ د ژغورنۍ لپاره د دوو میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. 

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي، چې په خپل تاریخ کې یې د یوه هېواد لپاره د بل هر وخت پرتله د زیاتې مرستې غوښتنه کړې، څو په افغانستان کې د ۲۴ میلیونه اړمنو کسانو چې نیمايي ماشومان دي بشري اړتیا ته ځواب ووايي. 

یونیسف دغه راز خبرداری ورکړی، چې د مناسبو خوړو، پاکو اوبو او د نظافت کافي وسایلو ته د نه لاسرسي له کبله به ۲۰۲۲ کال له هرو دوو افغان ماشومانو یو په خوار ځواکۍ اخته وي.