افغانستان د استانبول نړیوال نندارتون ته بلل شوی

افغانستان د استانبول نړیوال نندارتون ته بلل شوی


  • 3 مياشتي دمخه (16/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 57

 

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکیې لخوا د لومړي ځل لپاره د استانبول په حلال نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورته رااستول شوې ده. 

 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په دې نندارتون کې به د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د دولتي او خصوصي سکټورونو غړي ګډون وکړي او افغاني تولیدات به نندارې ته په کښې وړاندې کړي.

 

یاد وزارت ویلي، چې په دغه نندارتون کې د ګډون په موخه یې د خصوصي سکټور د غالیو صادروونکو او تولیدوونکو اتحادیې له استازو سره ناسته هم کړې ده. 

 

ټاکل شوې د استانبول حلال نندارتون، چې د نړۍ درېیم لوی نندارتون دی، د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د راتلونکې نومبر میاشتې له ۲۷مې بیا تر ۳۰مې نېټې پورې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي.