د لغمان ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لغمان کې د کډوالو ریاست په هڅو او د یونسیار موسیسې په مالي لګښت ۳۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د زرنجونو مرسته ترسره شوه.
د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس شاکرالله شاکر په وینا چې دغو کورنیو ته له شفافې سروې وروسته څلویښت ورځې د زرنج موترسایکل د چلولو زده کړې هم ورکړل شوي، ترڅو خپلې کورنۍ ته پرې نفقه پیدا کړي.
دغه مرستې په داسې مهال له یادو کورنیو سره ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له جګړو ګڼ شمېر کورنۍ مرکز مهترلام او نورو امنو سیمو ته کډه شوي دي.