طالبانو ته د امریکا ځواب؛ مرستې مو ځکه درباندې درولي، چې تاسې په زور واک ته رسیدلي یئ

طالبانو ته د امریکا ځواب؛ مرستې مو ځکه درباندې درولي، چې تاسې په زور واک ته رسیدلي یئ


  • 3 کاله دمخه (20/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1183

سمسور(شنبه د لړم۲۹) طالبان د دې پر ځای، چې له تېر حکومت سره خبرې وکړي؛ پر جګړه تمرکز کاوه او ځان یې له نظامي لارې واک ته ورساوه، چې دا چاره مناسبه نه وه.

د امریکا متحده ایالاتو د دې هیواد کانگرس ته د طالبانو د لیک په ځواب کې ویلي، چې امریکایي چارواکو طالبانو ته واضحه کړې وه چې که له نظامي لارې قدرت ونیسئ؛ نو نړیوالې مرستې به درباندې بندې شي، او اوس همداسې وشو.ل

 

‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو کانګرس ته لیک کې د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین ناسم تفسیر کړی دا هیواد د اګست له نیمايي مخکې هم کرونا، وچکالۍ ځپلی و خو جګړې دا حالت نورهم خراب کړ.

 

‏امریکا پر طالبانو بیا غږ کړی چې د مشروعیت او ملاتړ لپاره دې په عملي توګه ټولشموله حکومت جوړ، د  زدکړو په ګډون دښځو او نجونو حقونو ته درناوی او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

باید یاده شي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د امریکا کانګرس ته په یو لیږلي لیک کې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

سمسور پرس