د کابل د امنیه قومندانۍ د مخدره موادو د کشف امر لمر خلیل ترور شو

د کابل د امنیه قومندانۍ د مخدره موادو د کشف امر لمر خلیل ترور شو


  • 4 کاله دمخه (21/10/2020)
  • خليل
  • 1644

تیره شپه ماخوستن مهال د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیت امر لمر خلیل چې د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د خاله زوی هم وو کابل کې ترور شوی دی 

هغه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د خپل کور مخته سیمه کې د نامعلومه وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یادونې وړ دی چې د نوموړي د وژلو مسئولیت لا چا به غاړه نه ده اخیستی.

په دې وروستیو کې کابل ښار کې هدفي وژنې او غلاوې ډیرې شوی چې د کابل امنیتي چارواکي یې په مخه نیولو کې پاته راغلل او د څه مودې لپاره د ښار امنیت د غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو .