د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې.
د یاد ولایت د والي ویاند ملا احمد جان حنظله ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په « قربان بیک» سیمه کې رامنځته شوې.
د حنظله په خبره، یادې مېرمن ۲۲ کاله عمر درلود او خپل ځان یې د زندۍ کولو په واسطه وژلی دی.
نوموړی ويلي، لاهم د پېښې علت معلوم نه دی؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مېرمنو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.