«فرهنګ» ښکلی بڼ، که وحشي ځنګل؟

«فرهنګ» ښکلی بڼ، که وحشي ځنګل؟


  • 11 مياشتي دمخه (07/12/2023)
  • دوکتور عبدالغفور لېوال
  • 335

ټول منو، چې زموږ په فرهنګ کې منفي ښکارندې شته، خو د هغو په وړاندې څه ویل په خلکو بده لګیږي. 

دا د (دودپالنې و نومهال‌پالنې = سنت او مودرنیتې) خورا زړه دیالکتیکي لانجه ده، هر لوری خپل پلویان لري او د هر لوري پلویان خپل پریمانه دلایل.

 

ښايي له سلګونو کلونو رادېخوا موږ خپلې معصومې نجونې په بدو کې ورکوو، پر خور و لور ولور اخلو، زمکه ناموس ګڼو او پر یوه لوېشت پوله تربور وژنو... 

دا ټول موږ ته مقدسات ایسي، ځکه وایو (زموږ فرهنګ) دی. 

 

د نړۍ په لرې پرتو ځنګلونو کې داسې بومي قبایل شته، چې انسانان خوري، د خپلې قبیلې هر پړ او ګنهکار ژوندی ژوندی کبابوي او خوري یې، هر پردی، چې ورشي، خوړل کیږي او هر بوډا، چې فکر کیږي مرګ یې نږدې دی، هم د نورو خوراک شي. د نارینه‌وو د ورانه و کوناټيو او د ښځو د تیو غوښه د قبیلې د مشر حق دی. 

دوی وايي: دا زموږ فرهنګ دی او هیڅوک حق نه لري د پلرونو له مقدس فرهنګ څخه سرغړاوی وکړي. 

موږ، چې انسانان نه خورو تر هغوی مدني او موډېرن خلک یو، موږ ته د هغوی استدلال څنګه ښکاري؟ 

تاسو په دې اړه څه فکر کوئ؟

هېڅوک دا نه مني، چې د فرهنګ ځینې برخې یې منفي او ناانساني دي.

موږ لاهم شډل او خیرن سړی تر ټولو ښه پښتون بولو. هغه پښتون چې د خپلو وږیو او محرومو ماشومانو د یوې اونۍ ډوډۍ په یوه وخت مېلمه ته ورکوي، مېلمه پال ګڼو. 

موږ په ډېرو ستونو مېلمه ټنډ کړو او بیا مو یوه میاشت ماشومان وچه ډوډۍ موندلای نه‌شي، دې ته مېلمه‌پالنه وایو او که مو په دې اړه څه وویل له فرهنګي تکفیر سره مخامخیږو. 

زه یې په ټينګار وایم، چې زموږ په فرهنګ کې داسې منفي ښکارندې کمې  او په‌وړاندې یې ارزښتونه زیات او عالي دي. 

کیسه بله ده، موږ لا دغه مهم ټولنیز قرارداد پېژندلی او منلی نه‌دی، چې په یوه ټولنیز مختیايي Evolutionary بهیر کې د خپل فرهنګ منفي برخې تشخیص او هېرې کړو او پرځای یې له نړیوال او د ټول بشریت له ګډ فرهنګ څخه مثبت ارزښتونه راخپل کړو. 

دا موږ ته نه ښکاري، خو یوه لویه تاریخي، ټولنیزه او ملي ربړه ده. 

ټول مدني ارزښتونه «غربي» بولو، ښکنځو یې، خو په دې دوښمنۍ کې ریښتینې نه یو، په ډېر منافقت یې بیا کاروو هم. 

خپلې دودیزې - تاریخي ښکلې جامې (ګردلمنې) نه پېژنو، هېرې مو دي. له هیندي مسلمانانو راغلې څاکوالې جامې خپلې ملي و دیني جامې ګڼو او پتلون و دریشي ښکنځو.

 د امیرشېرعلي خان په زمانه کې له کشمیري سندرغاړو سره راغلې چادرۍ د خپلو ښځو ملي یونیفورم ټاکو او فکر کوو، چې دا زموږ فرهنګ دی. 

جهل، بېسوادي او بېوزلي د خپلو نیکونو میراث بولو. فکر کوو دا مو فرهنګ دی، په ښوونځي کې کیمیا، فیزیک، بیولوژي، ریاضیات، بشرپوهنه و ارواپوهنه کفري او لویدیزې پوهنې ګڼو، دعوا کوو، چې که دا ښې وای، نیکونو به مو لوستلې وې. 

خامخا به پوښتئ، چې حللاره څه ده؟

د فرهنګي تکامل په اړه پراخ مطالعات شوي دي. څو معیارونه یې ورته ټاکلي: 

۱-  هرهغه څه چې ستاسو او ستاسو د ټولنې د هوسا انساني ژوند لپاره ګټور وي.  

۲- هغه څه چې ستاسو هویتي ځانګړنه (تشخص) تر نورو څرګندوي او ستاسو د انساني ژوند شرایطو ته تاوان نه پېښوي، 

۳- هر هغه څه چې نورو ته د ښکلاخوښونې (ایستیتیک) له نورمونو سره سم ښکلي ایسي. 

۴- هر هغه څه چې نور یې د ورخپلولو هڅه وکړي، ځکه د هغو په وسیله تاسو تر نورو ممتاز او غوره بریښئ. 

۵- هر هغه څه چې په مادي او معنوي توګه تر پرون ستاسو نن او تر نن مو سبا هوسا کولای شي. مړه ګېډه، هوسا ژوند او رواني و ذوقي سکون دربښلی شي. 

او داسې نور ارزښتونه په حقیقت کې ستاسو غوره فرهنګي ارزښتونه دي. 

اتڼ، لنډۍ، ګڼ کمیسونه، د ښځمنو درناوی، ګډ کورنی ژوند او په زرګونو نور داسې یې بېلګې وګڼئ. 

خو د دې پرځای په پینځه جریبه کرنیزه زمکه د پخڅو دولس‌ګزه لوړه کلا ودانول او په برجونو کې د تربورډارولو په پار تیرکشونه جوړول منفي فرهنګي عادت دی. هغه کلا چې برجونه یې له هرځایه ښکاري، خو دننه په کې د لاس مینځلو صابون، روغتیايي ټټۍ او انساني ژوند شرایط نه شته او ښځینه هم ډېران ته ځي...

هغه کلا چې د پینځو خروار غنمو زمکه پرې خرابه شوې ده، په منځ کې یې یو نیالګی نه شته، خو په دیوالونو  یې په شنه رنګ ونې رسم شوې دي...

د جوړېدو منطق یې د تربور او سیال په وړاندې ځانښوونه او سیالي ده، هغه سیالي و تربورګلوي، چې موږ یې د خپل فرهنګ برخه ګڼو او پرې ویاړو. 

 

فرهنګ یو سمسور او ښکلی بڼ دی، چې که ونه پالل شي، اغزي و زقوم ترې خیشاوه نه‌شي، په یوه وحشي ځنګله بدلیږي. د دغه ځنګله خروړي لیوان و خونړي پړانګان په دې مقدس مه‌ګڼئ، چې ستاسو د نیکونو میراث دي. 

دا انسانخوړونکي مو نازولي بچیان درڅيرلی شي.