په دوحه کې د هند سفیر له طالبانو سره لیدلي

په دوحه کې د هند سفیر له طالبانو سره لیدلي


  • 2 کاله دمخه (31/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1170

په قطر کې د هند سفیر، د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر عباس ستانکزي سره کتلي او په یو شمېر مسائلو یې ورسره خبرې کړې دي. 

رويټرز خبري آژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله ليکي، چې د دوی استازي، ديپک ميټال، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر، شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي او په افغانستان کې یې د هندي اتباعو د ژوند پر خوندیتوب خبرې اترې کړې دي. 

د دې وزارت د مالوماتو له‌مخې، چې دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د هند او طالبانو ترمنځ لومړنۍ رسمي کتنه ده، چې د طالبانو د غوښتنې پر اساس ترسره شوې ده.

د هند بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د پاتې هندي اتباعو د خونديتوب په اړه خبرې کړې، چې طالبانو یې د امنیت تامین ډاډ ورکړی دی. 

هند له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو څخه په دې موخه اندېښمن دی، چې دغه ډله د هند له رقیب هېواد پاکستان سره نږدې اړيکې لري.

په داسې حال کې، چې طالب چارواکو ویلي، دوی له نړیوالو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي دي او ډاډ ورکوي، چې د بهرنیو اتباعو ژوند او امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کوي.