امریکا: چین دې روښانه کړي چې افغانستان یې پر رسمیت پېژندلی او که نه

امریکا: چین دې روښانه کړي چې افغانستان یې پر رسمیت پېژندلی او که نه


  • 10 مياشتي دمخه (31/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 401

‏د چین له لوري د اوسني حکومت د سفیر باورلیک له منلو وروسته، امریکا له دغه هېواده غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.   

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو مېلر ویلي، چې د چین او افغانستان اړیکې به د امریکا په سیاست کې د بدلون لامل نه شي.  

د هغه په خبره، له نړۍ سره د اوسني حکومت اړیکې د دوی کړنو پورې تړلې مسئله ده. 

مېلر یو ځل بیا د امریکا پر دریځ ټینګار کړی او  تمه یې ښودلې چې افغانستان د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.   

تېره ورځ د چین ولسمشر شي جن پېنګ په بېجېنګ کې د اوسني سرپرست حکومت سفیر بلال کریمي باورلیک ومانه. 

سرپرست حکومت د چین دا اقدام مثبت بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې لا زیات تعامل ته به زمینه برابره کړي.