سپين‌سترګی پاکستان او زموږ ناخبره حکومت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • فريبا تاج
  • 1288

 وروستي راپورونه وايي چې پاکستان د هلمند په دېشو او بهرامچي ولسواليو کې له ډيورنډ کرښې دې غاړې تاسيسات جوړ کړي دي. ويل کېږي پاکستاني پوځیان په دې هڅه کې دي چې په هلمند کې هم له ډېورنډ کرښې دې غاړې پوځي تاسیسات جوړ کړي چې د هلمند ولایتي شورا د غړيو په خبره افغان حکومت تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښوولی.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په پوره سپين‌‌سترګۍ د ګاونډيتوب نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي او پر افغان خاوره تېری کوي؛ بلکې دا مساله له ډېر پخوا راهيسې روانه ده. د هلمند ولايت تر بهرامچي او دېشو وړاندې دغه هېواد د پکتيکا په برمل ولسوالي انګور اډه سيمه کې د ډېورنډ له فرضي کرښې نږدې ۳۵ کیلومټره، همداشان د ګیان ولسوالي له لارې ۱۵ کیلومټره، د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کې ۴۵ کيلومټره، د کنړ ولايت د اسمار او دانګام ولسواليو ته لسګونه کیلومټره او د کندهار ولایت د معروف ولسوالي په صفري نقطه کې یو کیلومټر افغان خاورې ته داخل شوی دی. تر ټولو بده يې لا دا ده چې دغه له نړيوالو قوانينو سرغړونکي هېواد (پاکستان)، ډېر کله د ډېورنډ پر تحميلي کرښه د ازغن سیم د تېرولو، د کرښې شا و خوا خندق کیندلو او همدا شان د پوستو جوړولو غير قانوني هڅه هم کړې ده.
پاکستاني پوځ تل په افغانستان کې په ځانګړې توګه په سرحدي ولايتونو کې د دوامدارې نا امني له امله ګټه پورته کړې او همداشان څو ځلي د ډیورنډ تحميلي کرښې له صفري نقطې څو کیلومټره را وړاندې شوی دی. خو ډېره د شرم او درد خبره دا ده چې پاکستان د دغې کرښې په اوږدو کې تحرکات او د تاسیساتو جوړول په داسې حال کې کوي چې افغان حکومتونو په ځانګړي توګه د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله په مشري نوي حکومت په دې مساله کې د سکوت سیاست خپل کړی دی.
دلته د پاکستان د دغه ناوړه عمل په مقابل کې د افغان حکومت د سکوت او چوپې خولې سياست ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي. افغان حکومتونو ولې تر اوسه پورې وړ غبرګون نه دی ښوولی چې پر اساس يې پاکستان نور د داسې تېري جرات نه وای کړی؟
ايا افغان حکومت په اوسنيو شرايطو کې له پاکستان سره د ډغرې وهلو وړتيا نه لري؟
ايا افغان دولت کوم مجبوريت لري چې له امله يې د پاکستان په مقابل کې تند غبرګون نه شي ښوولای او که سياسي اراده وجود نه لري؟
ايا اوسنی افغان حکومت په نورو لويو ملي مسايلو بوخت دی چې د پاکستان په مقابل کې غبرګون نه ښيي او که د حکومت مشران په خپلمنځي اختلافاتو کې راګير دي چې د پاکستان دغه ښکاره تېری نه ويني؟
له پخوا وختونو پاکستان تل هڅه کړې چې په يو نه يو ډول د ډېورنډ فرضي کرښې ته رسميت ورکړي، ان دا چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم له اسلامي امارته د يادې کرغېړنې کرښې د رسميت غوښتنه کړې وه. ډاکټر نجيب الله هم د يادې کرښې قرباني شو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پر مهال هم يادې کرښې ته د رسميت ورکولو هڅه وشوه او اوس هم دا لړۍ روانه ده. افغان چارواکي، شنونکي، مدني فعالان او عام ولس هم وايي چې پاکستان په افغانستان کې د ډېورنډ کرښې ته د رسميت‌ورکولو په موخه ګډوډي کوي؛ خو زموږ په باور له پاکستان سره مو ستونزه په دې نه شي حل کېدای چې خدای مه کړه ياده کرښه دې په رسميت وپېژندل شي. ځکه دلته جګړه استخباراتي ده او تر هغې به روانه وي چې استخباراتي کړيو دلته خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.
له پاکستان سره مو ستونزه هغه مهال حل کېدای شي چې:
• افغان حکومت له پاکستان دښمنه نړيوالو قدرتونو سره اړيکې پراخې کړي؛ نه له هغه قدرتونو سره چې زمونږ د دښمن (پاکستان) دوستان وي.
• په بهرني سياست کې په ځانګړې توګه د پاکستان په مقابل کې د افغان حکومت په ډيپلوماسي کې بدلون راوستل شي.
• په ولس کې د پاکستان ضد روحيه لا هم پياوړې شي.
• او دننه په هېواد کې شته تبعيض او تعصب له منځ ولاړ شي، او ولس ټول د يو افغان په نوم تر يو چتر لاندې راټول شي چې پاکستان ته په افغانستان کې د لاسوهنې موکه برابره نه شي.
سرخط‬ ورځپاڼه