د امریکا کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شوې سرمایې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د امریکا کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شوې سرمایې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه


  • 3 کاله دمخه (17/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1194

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو پرون ویلي، چې د افغانستان خلک دا مهال د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي. 

د کانګرس نهو غړو د یوه لیک په خپرولو سره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي، چې د بشري ناورین مخنیوی قاطع اقدام ته ضرورت لري.  

د افغانستان د اوسني وضعیت نه د وتلو په هدف د امریکا د کانګرس دغو غړو ولسمشر جوبایډن ته وړاندیز کړی، چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ خو په دې شرط چې نجونې هم باید ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.     

دوی دغه‌راز ټینګار کړی، چې دا پیسې باید طالبانو ته نه بلکې په مستقیم ډول دې افغانانو ته مهیا شي او دا اقدام کولای شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.  

په دې لیک کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی، چې اقتصادي او د خوراکي‌ توکو کړکېچ داسې وېره رامنځ ته کړي، چې افغانان احتمالا په ډله ایزه توګه مهاجرت ته مخه وکړي ‌او دا ډول اقدام به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.