میرویس عزیزي افغانستان کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي

میرویس عزیزي افغانستان کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي


  • 1 کال دمخه (12/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

د عزيزي ګروپ مشر او ملي سوداګر میرویس عزیزي وايي چې د هېواد کې به لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي.

هغه چې تازه په خپله يوې شخصي الوتکه کې هرات ته راغلی، دغه ولايت کې يوې غونډې ته ويلي، د اوسپنې پټلۍ، انرژي او نورو برخو کې به تر لس میلیارډه ډالرو پانګونه وکړي.

ميرويس عزيزي دغه ولايت کې د عزيزي بنسټ له‌خوا جوړ شوي، ۳۰۰ کورونه هم زلزله‌ځپليو ته وسپارل.

عزيزي بنسټ د هرات زنده‌جان ولسوالي زلزله‌ځپليو ته دغه ښارګوټی په اساسي او معياري ډول جوړ کړی او ټولې اسانتياوې په کې برابرې شوې دي.