پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو د مېشتېدو موده وغځوله

پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو د مېشتېدو موده وغځوله


  • 10 مياشتي دمخه (03/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 324

د پنجاب صوبایي حکومت په پاکستان کې د مېشتو بې اسناده کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده. 

د جیو نیوز د سرچينو له مخې، صوبایي حکومت د ١٣ لکه بې اسناده کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده. 

سرچينې زياته کړې، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوې ده. 

د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده. 

خو ورته مهال ځینو نورو پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲مې نیټې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۱۲۵۶ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.