له بوریس جانسن سره د ولسمشر غني ټیلفوني خبرې

له بوریس جانسن سره د ولسمشر غني ټیلفوني خبرې


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1378

ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د بریټانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټيلفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو په دغه ټیلفوني مکالمه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او افغانستان د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د بریټانیا لومړي وزیر په دغو ټیلفوني خبرو کې د افغانستان د سولې له بهیر، د سولې روانو هڅو په هدف د سیمه ییزې دیپلماسۍ د پیاوړتیا او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواو د روان تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د سولې بهیر د نورو ګامونو په تړاو د خبرو تر څنګ یې په افغانستان کې پر دایمي اوربند هم ټینګار وکړ.