رحمان الله ګربز ۱۶ لوبغاړی شو، چې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه جوړوي.

رحمان الله ګربز ۱۶ لوبغاړی شو، چې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه جوړوي.


  • 3 کاله دمخه (21/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1481

رحمان الله ګربز ۱۶ لوبغاړی شو، چې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه جوړوي.

 

افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د خپلې لوبډلې لپاره په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ایرلېنډ لوبډلې پر وړاندې په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې ترلاسه کړې.

 

نوموړی له دې سره لومړی افغان او د نړۍ په کچه شپاړلسم لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه ترسره کوي.

 

له دې سره نوموړي ته د ICC کرکټ نړیوالې شورا هم په یوه ټویت کې مبارکي ویلې ده. د ICC سربېره د ننګرهار والي ضیالحق امرخېل او ګڼ شمېر نورو هېوادوالو هم مبارکي ویلې ده او د افغان کرکټ بورډ لپاره یې ویاړ بللی دی.

 

افغان کرکټ لوبډله دمګړۍ له ایرلینډ سره په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ بوخته ده او ټاکل شوې چې، د دواړو  هیوادونو ترمنځ به پاتې دوه نورې لوبې هم د همدې میاشتې په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په اماراتو کې ترسره شي.