ایراني خبریال ځان وژنه کړې

ایراني خبریال ځان وژنه کړې


  • 2 مياشتي دمخه (13/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 112

ایراني خبریال او سیاسي فعال کیانوش سنجري تر اعلان وروسته خپل ځان وژلی دی. 

 

هغه د خپل ځان له وژنې یوه ورځ مخکې ویلي وو، که د ایران د حکومت په بند کې یو شمېر سیاسي بندیان راخوشې نشي او د قضایه قوې پر سايټ یې د خوشې کولو خبر نشر نشي، نو خپل ځان به ووژني. 

 

هغه نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې له یادې لېکنې وروسته به یې ژوند پای ته ورسوي، خو په وینا یې دا کار یې له ژوند سره د مینې لپاره کړی نه د مرګ لپاره.