د ماليې وزارت خبر ورکوي چې د يو کيلي يا بې اسنادو او افغانستان لاس موټرو د ثبت پروسه د دريم ځل لپاره بيا پيلوي.
ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس، یاد پرېکړه د طالبانو مشر او د کابينې لخوا شوې چې ډېر ژر به هغه چارې بشپړې کړي چې په تېرو دوو پروسو کې نهوې شوې.
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بې اسنادو موټرو لرونکي اشخاص کولای شي چې له دې فرصت څخه په استفادې خپل موټرونه ثبت او د معلوم مقدار پسو په ورکړې سره اسناد واخلي.