د شانګهای غړیو؛ افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

د شانګهای غړیو؛ افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (05/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 485

د هند په کوربه توب د شانګهای هېوادونو په ۲۳مه ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په جوړولو ټینګار شوی دی.

له یاد سازمان څخه په ګډه خپره شوې خبرباڼه کې راغلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د افغانستان بشري وضعیت ته په پام له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای سازمان غړي د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي.

یادې ناستې ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، ترهګري سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې ته په یو ګواښ بدله شوې، نو په کار ده چې له هر ډول ترهګرۍ سره په ګډه جدي مبارزه وشي.

بل لورته یادې ناستې ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې نړیواله ټولنه  د افغانستان په اړه له یو ساکن حالت سره مخ ده او په د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره مهمې مرستې بندې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې د یاد سازمان په غونډو د څارونکي په توګه ګډون کاوه، خو د تېرې ورځې په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.