پمپیو: که تاوتریخوالی کم نه شي د سولې مذاکرات نتیجه نه ورکوي

پمپیو: که تاوتریخوالی کم نه شي د سولې مذاکرات نتیجه نه ورکوي


  • 4 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1209

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، که تاوتریخوالی کم نه شي د سولې مذاکرات نتیجه نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د افغانستان د سولې لپاره په قطر کې په خبرو بوخت د افغان حکومت او طالبانو پلاویو ته یې ویلي چې که د خبرو اترو پر مهال تاوتریخوالی روان وي نو مذاکرات به نتيجه ونه لري.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د مذاکراتو دواړه لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونو په دوحه کې توافق وکړ چې د افغانستان جګړې ته د پاي ټکي ایښودو په هدف به مذاکراتو ته دوام ورکړي.

همدا راز د جمعې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني هم هیله څرګنده کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ وشي او راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.