مخابراتو وزارت: تر هر کور انټرنیټ او مخابراتي خدمات رسوو

مخابراتو وزارت: تر هر کور انټرنیټ او مخابراتي خدمات رسوو


  • 2 کاله دمخه (17/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 901

سمسور (سه‌شنبه د مرغومي۲۷) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، غواړي په هغو ټولو ساحو کې مخابراتي سایټونه فعال کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې پکې هېڅ‌راز مخابراتي خدماتو وجود نه لاره. 

د دغه وزارت مسوولین وایي، دا وزارت په پام کې لري، چې د هر افغان کور ته مخابراتي او انټرنیټي خدمات ورسوي.

د مسؤلینو په خبره، چې دوی به د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو د پراختیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او هیله لري چې ژر ټول افغانان له مخابراتي خدماتو برخمن کړي دي.

باید یاده شي، چې لا هم د هېواد په ډېری سیمو کې خلک انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ته بشپړ لاسرسی نه‌لري او له کمزوریو خدماتو شکایت کوي.