روسیه د اوکراین پر وړاندې جګړې ته حوثیان لېږي

روسیه د اوکراین پر وړاندې جګړې ته حوثیان لېږي


  • 1 مياشت دمخه (24/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 53

روسیه د یمن له حوثیانو د اوکراین په جګړه کې استفاده کوي.

 

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې روسیې د یو پټ عملیات په واسطه سلګونه یمنیان روسیې ته د قاچاق له لارې لېږدولي دي. 

 

په دغه راپور کې زیاته شوې چې د روسیې یاده کړنه له حوثیانو سره د دوی د قوي اړیکو ښکارندویي کوي. 

 

په راپور کې د هغه کسانو له قوله چې له یمن روسیې ته لېږدول شوي، راغلي چې دوی ته د اوکراین پر وړاندې د جګړې په مقابل کې د لوړ معاش ژمنه ورکړل شوې ده.