لوګر کې کرنیزې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې کرنیزې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1154

 

لوګر کې لسګونه کرنیزې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د کرنې رییس عبدالله تسل وویل، چې د کرنې وزارت له لوري او د یو شمیر نړیوالو موسیسو په مرسته په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې د ۳۱۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ بیلا بیلو پروژو کارونه بشپړ شوي او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کرنې رییس زیاته کړه دغه پروژې په روان کال کې په معیاري توکه جوړې شوي چې ورسره سم به د بزګرانو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي او کرکیله به يی معیاري شي.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکي هجري لمریز کال کې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسکونه کرنیزې پروژې پلي شي.