د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ویلي چې د افغان سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسي په ټول هیواد کي په نشه یي توکو روږدي نژدې ۱۰۰ زره کسان راټول شوي او د درملني مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.
د یاد معینیت د دفتر رئیس وایي، د دغو کسانو له ډلي ئې د ځینو هغو درملنه شوې او ځیني نور اوس د درملني سره، سره په مسلکي زده کړو هم بوخت دي.
روغو شویو کسانو ته د نجارۍ، خیاطۍ، موبایل جوړولو او نورو برخو کي زده کړي ورکول شوي او ځینو ته بیا اوس ورکول کېږي.
یاد معینیت همداراز ویلي، په راتلونکي کې په پام کې لري چې په ۱۰ زونونو کي د روږدو کسانو د درملني ۱۰ مرکزونه جوړ کړي او د ټول هیواد په کچه شاوخوا ۸۰ زره روږدي کسان هم راټول کړي.