افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري لندن کې د ځغاستې دوو سیالیو اتلولي ګټلې.
افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري پر خپله فیسبوکپاڼه کاږلي، دغو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو ۷۰ نابینا او نیمه بینا لوبغاړو ګډون کړی و، چې ده یي اتلولي خپله کړه او دوه د سرو زرو مډالونه یې ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ د ۴ سوو او ۱۵ سوو مترو په واټن کې وې.
نوري تر دې دمه ۱۵ د ځغاستې او درې د لامبو وهنې سیالۍ کړي، چې په کې یې د سرو زرو مډالونو ترڅنګ ټرافیانې هم ترلاسه کړې دي.