د شاهین قول اردو یو قوماندان ووژل شو

د شاهین قول اردو یو قوماندان ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (25/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 881

 

د شاهین قول اردو یو قوماندان ووژل شو

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د شاهین قول اردو د شپږم کنډک قوماندان له خپل یو ساتونکي سره ووژل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولین وایي دغه پیښه نن سهار رامنځته شوه چې له امله یې یو هاموې ټانګ تخریب شوی او د شپږم کنډک د قوماندان تورن محمد قاسم پیکار په ګډون یو سرتیری پکې وژل شوي او یو بل سرتیری ټپي دی.