افغانستان له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

افغانستان له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ.


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • خالد سهار
  • 1486

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک‌بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر د مالوماتو له‌مخې، دغه راز د دغو دوو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامي ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوې ده.

د یادې شورا له‌لوري په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري هم شامل دي.

باید وویل شي، چې ‏د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب تېره ورځ د یوه جګپوړي حکومتي پلاوي په ملتیا قزاقستان ته ولاړه.

د مالوماتو پر اساس، چې نوموړی به په دغه دوه ورځني سفر کې د قزاقستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره پر ګډو ګټو خبرې اترې وکړي.