د کرکټ نړیوال شل اوریز کپ به کومه لوبډله ګټي؟

د کرکټ نړیوال شل اوریز کپ به کومه لوبډله ګټي؟


  • 2 کاله دمخه (12/10/2022)
  • جعفر هاند
  • 900

د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په ۱۶ نېټه پیلېږي. د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې په کې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ، دویمې او درېیمې درجې هېوادونه په کې لوبېږي، په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ځکه ډېرو لوبډلو ته چانس ورکول کېږي چې کرکټ لا دود شي او د نړۍ ډېرو برخو ته ورسېږي.

کومه لوبډله د دغه نړیوال جام د ګټلو ډېر چانس لري. زه خپل نظر دلته لیکم او ممکن ستاسو نظر بل ډول وي.

زه فکر کوم چې استرالیا، هند، انګلنډ او سري لانکا به د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته وځي او له دوی څخه به یې یوه لوبډله نړیوال جام ګټي. دغو څلور واړو لوبډلو نړیوال جامونه ګټلي او د لویو سیالیو د ګټلو وړتیا لري.

استرالیا

استرالیا د تېرکال شل اوریز نړیوال جام هم وګاټه. سږ کال د دغو سیالیو کوربنه ده،‌ خپل کور، خپل میدان، خپل خلک،‌ خپله ځمکه او خپل اسمان یې دي. په توپوهنې کې یې د وارنر، فینچ، مکسوویل، ماتیو او ځینو نورو غوندې ټاپ، مډل او لو ارډر توپ وهونکي لري. د شل اوریزو لوبو متخصیصین. تېز توپ اچوونکي یې خورا غښتلي دي، سټارک، پټ او هزلووډ یې غوره توپ اچوونکي دي. زمپا او اګر یې ورو توپ اچوونکي‌ دي. د شلو اورونو غوره لوبډله ده.

هند

که څه هم هند د روهیت شرما له کپتان کېدو وروسته کوم کپ نه دی ګټلی، خو په دې وروستیو کې یې له استرالیا او جنوبي افریقا څخه د شلو اورونو لړۍ وګټلې. روهیت، راهول، کوهلي، سریاکمار، کارتیک او هارډیک یې غوره توپ وهونکي دي. بالینګ کې یې تر بېټېنګ ښه ترکیب نلري، په وروستیو لوبو کې یې تېز توپ اچوونکي ښه ځلېدلي نه دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی ښه بالینګ نلري، ښه بالینګ لري او غوره لوبډله ده. اشوین او چاهار هم لري.

انګلنډ

انګلنډ تر نړیوال جام مخکې له پاکستان څخه د لوبو لړۍ وګټله. توپ وهوونکي یې تر توپ اچوونکو ښه دي. دوی د استرالیا او هند غوندې د بالینګ او بېټېنګ ښه ترکیب نلري، خو د استرالیا له اب او هوا سره ښه بلد او د لویو سیالیو د ګټلو تجربې لري. الیکس هیلز، لیوینګسټن، بټلر او بیرسټو یې ښه توپ وهوونکي دي. د عادل رشید او معین علي موجودیت د ورو توپ اچوونې برخه یې قوي کړې او مارک ووډ،جوردان، ډیویډ او کران یې تېز توپ اچوونکي دي. 

سري لانکا

جالبه ده چې سري لانکا د نړیوال جام د اتو غوروه هېوادونو په کتار کې نشته. دوی به له دویم پړاو څخه اول پړاو ته راځي. د سري لانکا لوبډلې په اسیا جام کې د هند، پاکستان او افغانستان لوبډلو ته په ماتې ورکولو دا ثابته کړه چې په ځوانانو باندې اوږد مهاله پانګونه او قوي تګلاره د هېوادونو د کرکټ بنسټونه څنګه غښتلي کوي او څنګه یې اینده تضمینوي. سري لانکا څو کاله مخکې په خپل کرکټ کې د یو لوی انتقال بهیر پیل کړ او ډېر تندګونه یې وخوړل، خو داسې ښکاري چې اوس یې د لوبډلې ترکیب او جوړښت او په ځان باور یې خپل ښه حد ته رسېدلی دی. منډیس، راجاپاکسا، ډي‌سلوا کوناتیلیکا یې ښه بیتسمینان دي. هسرانکا یې د ورو توپ اچوونې د ملا تېر دی او چمېرا او نور یې ښه تېز توپ اچوونکي دي. د سري‌ لانکا د کامیابۍ څو رازونه دي: لوبډله یې ډېره ځوانه او با انرژي ده. له هیجان ډکه لوبې کوي‌ او تر وروستیو شېبو پورې مبارزه کوي. د لوبډلې جوړښت یې داسې دی چې تر اتم لوبغاړي پورې هم بېټېنګ کولای شي او د اسیا جام په ګټلو سره یې مورال خورا لوړ دی. د دوی د لوبډلې ترکیب زما خوښېږي.

دا څلور لوبډلې داسې دي چې په دریو برخو، توپ وهنې، توپ اچوونې او توپ نیونې کې ښه دي او د بالینګ او بېټېنګ توازن یې ښه برابر دی.

نیوزلنډ له اب او هوا سره ښه بلده لوبډله او د استرالیا رقیبه ده، د ویلیمسن او ځینو نورو په ګډون د شل اوریزو ښه لوبغاړي‌ لري. خو زما په نظر دا لوبډله ډېره ثابته لوبډله نه بلل کېږي او ترکیب یې هم ښه نه برېښي. یوه لویه ګټه یې دا ده چې د استرالیا له اب او هوا سره فوق العاده بلد دي. د استرلیا تر څنګ دي. سره له دې چې تېر نړیوال جام کې په فاینل کې وه خو د لویو سیالیو د ګټلو چانس یې نه دی ترلاسه کړی. 

پاکستان ښه لوبډله ده او ښه بالینګ لري، خو دا مهال د محمد رضوان او بابر اعظم څخه یې پرته د مډل ارډر بېټېنګ ډېر ګډ وډ او کمزوری دی. دوی له انګلنډ سره لوبو کې له دې پلوه ډېر وکړېدل او لوبې یې وبایللې, ښې لوبې به وکړي.

ویسټ انډیز چې ډېر نړیوال کپونه یې ګټلي دي، په لوبډلې کې یې اکثریت ځوانان دي، خو داسې ښکاري جې د سیمې, کیل, پولدد او براو له تګ وروسته د دې لوبډلې ترکیب لا هم سم نه برېښي. فوق العاده استعدادونه لري خو, د دوی ترمنځ ځینې ادارې کشمکشونهاو د ځینو لوبغاړو ډسپلین د دوی په لوبو باندې بد اغیز لرلای شي او فکر نکړم چې په نړیوال جام کې د وړاندې تګ ډېر چانس ولري.

جنوبي افریقا د ډی کاک او میلر په ګډون ځینې ښه توپ وهونکي او د ربادا په ګډون ښه توپ اچوونکي لري، خو د لویو سیالیو د ګټلو ظرفیت نلري. د لوبډلې جوړښت یې هم خراب دی او کپتان  

یې په دې وروستیو کې ډېر خراب لوبېدلی دی او دا لوبډله لا هم خپل ځای ته نه ده راغلې. 

افغانستان خو زموږ خپله لوبډله ده. بېټېنګ یې تل له ستونزو سره مخامخ و او په دې هیله چې دې نړیوال جام کې دا ستونزه حل وي. بالینګ یې تر خپلو سیالانو ډېر ښه دی. د افغانستان بل ښه والی دا دی چې پنځو شپږو لوبغاړو یې د استرالیا په بګ بش کې لوبې کړي ‌دي. ښه لوبې به وکړي او موږ به یې د بري دوعاوې کوو.

بنګله دېش که څه هم ښه استعدادونه لري خو کرکټ یې دومره غښتلی نه دی چې ټاپ ټیمونه مات او لویې سیالۍ وګټي. هلته د لوبغاړو او بورډ ترمنځ د نظر اختلافات هم شته. شیب او مستفیظ یې ښه لوبغاړي دي. دا د افغانستان په اندازه لوبډله ده، خو د استرالیا په پچونو کې په شل اوریزو لوبو کې تر بنګله دېشي لوبغاړو افغان لوبغاړي نسبتآ ښه تجربه لري.

زمبابوې، ایرلنډ، سکاتلنډ، هالنډ، نمیبیا او متحده عربي امارات ددغه نړیوال جام نور ګډونوال دي.

د افغانستان د بري په هیله.