شمشاد د درې په مورچل کې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1267

یو لاس تړلی ځوان یې راوست، پر ځمکه یې وغورځاوه او بیا یو بل ځوان پلاسټیک ته اور واچاوه، د ملاست ځوان د مخ له پاسه یې ونیوه، د ویلي شوي پلاسټیک ګرم څاڅکي د ځوان په سترګو کې لوېدل، هغه چیغې وهلې او همداسې یې سترګې له منځه لاړې.
دا له شمشاد ټلوېزیون څخه د نشرېدونکي ترکي سریال یوه صحنه ده چې د پنجشنبې په ماخوستن خپره شوه.
د درې مورچل په نوم دغه سریال چې په اوونۍ کې شپږ ځلې د شپې او بیا هره ورځ یې تکرار خپرېږي، ډېر مینه‌وال لري. دومره مینه‌وال چې حتی ځینې ماشومان یې بېګانۍ لیدلې صحنې په کوڅو کې تمثیلوي، د کرکټرانو نومونه یې په ځانونه ایښي او...
په دې سریال کې شمشاد کمال کړی، ډېر ښکلی ډبنګ او بیا د هر چا له څېرې سره سم غږ یې انتخاب کړی او دا انتخاب یې دومره دقیق دی چې حتی له اصلي غږونو هم ښه لګېږي.
ډبنګ (Dubbing) یا دوبله، زموږ په ټلوېزیونو کې نوې دود شوې او په کم وخت کې یې ښه مزل وهلی دی. 
پخوا به له ملي راډیو ټلوېزیونه عبدالحي عابر او څو نورو کسانو دا کار کاوه، خو هغه ډبنګ نه و، یوازې ژباړه وه.
د درې مورچل سریال ترکي دی او د یوه لوی هدف لپاره جوړ شوی. 
هدف دا دی چې حکومت غواړي ترکي کردان چې کله ناکله د خپلواکۍ غږ پورته کوي، د خپلو خلکو په ذهنونو کې ظالم، منفور او وحشي معرفي کړي او داسې وښيي چې دا خلک د نورو په اشارو ګډوډي جوړوي او ترکیه تباه کوي.
دا په حقیقت کې د یوې ډلې پر ضد تبلیغاتي جنګ دی او هغه هم په هنري انداز او دا انداز واقعاً ډېر اغیزناک وي.
متل دی چې په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي، ترکیه هم په دې سریال کې د کردانو د منفورولو لپاره حلوا نه وېشي، له هر هغه تهمته کار اخلي چې په لاس یې ورځي، خو شمشاد څه اړتیا لري؟
هرې رسنۍ ته په کار ده چې د خپلو نشراتو په جانبي عوارضو فکر وکړي، خو زموږ د ځینو رسنیو سترګې دومره د بیان د ازادۍ په رنجو تورې شوې چې خپل مکلفیتونه ورته نه ښکاري.
د رسنیو قانون (۴۵) مادې د هغو اثارو او مطالبو خپرول منع ګرځولي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني امنیت او اخلاقي سلامت زیانمنوي. 
د یاد شوي سریال ځینې صحنې یوازې رواني امنیت نه زیانمنوي، پورته چې د کومې صحنې یادونه وشوه، که هغه رواني امنیت زیانمنوي، نو ډېرې داسې نورې صحني لري چې اخلاقي سلامت هم روغ نه پرېږدي.
د دې سریال یوه کرکټره (لیلا) نومېږي. زرتشت کردان چې د دولت مخالف دي، غواړي د هغې فکر بدل کړي او هغه په خپلې مذهبې مشرې، چې دوی یې اسواراتا بولي، بدله کړي.
د همدې کش و ګیر په یوه صحنه کې چې لیلا د هغې د رقیبې (نازا)، چې د کردي مخالفانو قوماندانه ده، له خوا نیول کېږي، نو هغه خپلو کسانو ته امر کوي: دا بوځئ، میخانې ته یې بوځئ، ښه یې وکاروئ!
ماشومان د هغه څه په اړه پوښتنه کوي چې پرې پوه نه شي، اوس که ماشومان د دې وضاحت وغواړي چې (ښه یې وکاروئ) څه مانا؟ نو که ځواب ور نه کړل شي، هغوی شاید نورو پوښتنو ته وهڅول شي او که ځواب ورکړل شي ایا د هغوی اخلاقي سلامت به سالم پاتې شي؟
دغه شان، یو اصل دا هم دی چې حتی راپور کې باید د یوه جرم په اړه دومره توضیحات ور نه کړل شي چې نور مجرمان ترې تقلید وکړي.
زموږ په وطن کې د جګړې وحشت روان دی. دلته د انسان ځورونې لپاره نوې نوې طریقې کارول کېږي، وېره ده چې د سریالونو د وحشتناکو شکنجو د صحنو له ښودلو څخه تقلید و نه شي، دا وېره باید جدي وګڼل شي.
یا لکه مخکې چې مې وویل، ماشومان د دې سریال صحني تمثیلوي، هغوی د ټوپک په ځای شاید لرګی لاس کې ونیسي او د خولې ډزې وکړي، ځکه چې اصلي ټوپک ته لاس‌رسی نه لري، خو پلاسټیک او اورلګیت ته لاس‌رسی لري، هغوی کولای شي پلاسټیک ته اور واچوي او خپل همزولی خدای مه‌کړه ړوند کړي.
اندېښنه یوازې د شمشاد ټلوېزیون او درې مورچل د سریال په اړه نه ده. دا یو مثال و، د مثال لپاره ځکه غوره شو چې اوس یې ډېر لیدونکي پیدا کړي.
شاید سریال خپروونکي ووايي چې دا خو د شپې نهه بجې خپرېږي، دا داسې وخت دی چې ماشومان ویده وي، خو له هغوی دا هېره ده چې ټول ماشومان تر نهو بجو نه ویده کېږي او بل دا چې د دې سریال تکرار د ورځې لس بجې هم خپرېږي او ټول ماشومان خو په دې وخت ښوونځي کې نه وي.
پخوا چې یوازې ملي ټلوېزیون نشرات درلودل، هغه هم خارجي سریالونه خپرول، خو هغوی د سریال په انتخاب کې دقیق وو او هغه صحنې یې ترې لېرې کولې چې اخلاقي سلامت ته ترې زیان محسوسېده.
دلته ډېری غږیزې او تصویري غږیزې رسنۍ، له (۱۵) ساعتونو ډېرې او حتی (۲۴) ساعته خپرونې لري.
دوی ته مشکله ده چې د دومره لوی وخت لپاره هره ورځ تولیدات وکړي. مجبور دي فلمونه او سریالونه نشر کړي او دا مجبورت یې ځانونو ته خپله پیدا کړی دی.
خو چې دا مجبوریت دی، نو باید د ټولنې مجبوریتونه هم په پام کې ونیول شي.
اوس تخنیک مخکې تللی، له سریالونو او فلمونو د هغو صحنو او مکالمو لېرې کول چې رواني امنیت او اخلاقي سلامت ته زیان رسوي، یوه عادي خبره ده. 
هیله ده رسنۍ دې ټکي ته پام وکړي او یا په ټول دولت کې داسې قانوني مرجع پیدا شي چې دې ټکي ته یې ورپام کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه