حامد کرزي له توماس ویست سره ټیلفوني خبرې کړي

حامد کرزي له توماس ویست سره ټیلفوني خبرې کړي


  • 3 کاله دمخه (11/01/2022)
  • عارف سمیر
  • 970

سمسور(سه شنبه د مرغومي۲۱) د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانگړي استازي توماس ویست سره تیلیفوني خبرې وکړې. 

د دغو خبرو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د تسهیل، له ښوونکو، استادانو او صحي کارکوونکو سره د مساعدت او په افغانستان کې د تعلیم د ودې، په خاصه توګه د نجونو لپاره د تعلیم د زمینې د برابرولو په باب هر اړخیزې خبرې وشوې.

کرزي تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت په چارواکو غږ کړی، چې دوی باید د نجونو تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اوس مهال په ټول هېواد کې پوهنتونونه رخصت او له ۶ پورته ښوونځي هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

سمسور نیوز