د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ځایي سرچینې ویلي، پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ماشومان په خپل کور کې پر لوبو بوخت وو.
چاودنه له تېرو جګړو څخه دغه کور کې د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د یادې کورنۍ یوه غړي محمدیوسف ویلي، چې پېښه کې یوه ۱۷کلنه نجلۍ له دوو اووه کلن او لس کلن ماشومانو سره وژل شوې او درې ماشومان چې اووه، اته او لس کاله عمرونه لري، ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ټپیانو وضعیت نازک دی او د ښې درملنې په موخه بلخ ته لېږل شوي دي.