شاهین: مېرمنو او د پخواني حکومت کار کوونکو ته په کابینه کې ځای ورکوو

شاهین: مېرمنو او د پخواني حکومت کار کوونکو ته په کابینه کې ځای ورکوو


  • 3 کاله دمخه (19/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1024

سمسور(جومه د لړم ۲۸) د طالبانو له لوري ملګرو ملتونو ته ورپېژندل شوی استازی، سهیل شاهین وایي، چې دوی د تېر حکومت استازې او دغه راز یو شمېر مېرمنو ته په خپله کابینه کې ځای ورکوو؛ خو په څرنګوالي به یې غور وشي.

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې طالبان د مېرمنو له تعلیم او کابینه کې د دوی له شتون سره کومه ستونزه نه لري.

نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې لاهم په کور دننه د نجونو ټول ښوونځي تړل شوي او دغه راز بیا په حکومت کې دننه د پخواني نظام یو کار کوونکی هم شتون نه لري.

سمسور پرس