لاوروف: د سرپرست حکومت پر چارواکو بندیزونه پای ته رسوو

لاوروف: د سرپرست حکومت پر چارواکو بندیزونه پای ته رسوو


  • 3 مياشتي دمخه (05/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 182

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، له یو لړ قانوني لارو چارو  وروسته به د اوسني حکومت د چارواکو نومونه د ترهګرو له نوملړ څخه وباسي.

نوموړي د مسکو فارمټ په څنډه کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې روسیه په دې برخه کې خنډ نه لري؛ خو ځينې قانوني مراحل شته چې باید طی شي.

بل لورته امیر خان متقي د لاوروف  د دو څرګندونو هرکلی کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په ناسته کې هم پر لویدیځ غږ وکړ، چې پر سرپرست حکومت شته بندیزونه پای ته ورسوي، د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او د افغانستان د بیارغوونې مسوولیت ومني.

د یادونې ده چې په دې ناسته کې امیرخان متقي له داعش سره پر مبارزه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په تېرو درې کالو کې داعش ډله ځپلې؛ خو اوس مهال یاده ډله په بهر کې مرکزونه او روزنځایونه لري.

باید یاده شي چې روسیې د اوسني حکومت د یو شمېر چارواکو نومونه په ۲۰۰۳ کال کې  د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل.