د روسيې د پارلمان د دفاعي کمیټې مشر اندري کارتاپولوف ويلي، د اوکراين حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او که سوله ونکړي، نو لا ډېرې سيمې به وبايلي.
نوموړي دغه راز ويلي، اوکراين ډيپلوماتيکو لارو کې کړکېچ پيدا کوي او د «لټې نجلۍ» په څېر چلند کوي.
د راپورنو له مخې، روسيې وروسته له هغې چې پر اوکراين بريد کړی، نږدې ۱۹ سلنه خاوره چې کريميه، لوهانسک، دونيڅک او نورې سیمې شاملې دي، نيولې ده.
د روسيې د پارلمان دغه جګپوړی غړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د روسيې او اوکراین ترمنځ لومړی پړاو مذاکرات شوي او کرملين د دويم پړاو مذاکراتو لپاره هم خپل چمتوالی اعلان کړی دی.